تکزاس کې د سیلابونو له کبله ۸۲ تنه مړه شوي، لسګونه لا هم تري تم دي
د امریکا په تکزاس کې د ویجاړونکو سیلابونو له کبله د مړو شمیر ۸۲ ته پورته شو.لسګونه کسان لا هم تري تم دي.څه باندې څلویښت تنه په کېر ښارګوټي کې مړه شوي او څو نورو ښارونو کې هم مړي موندل شوي.سیلاب د هغو ۴۱ تنو وړو نجونو کمپ هم په سر اخیستی چې د یوه سیند غاړې ته په مېله تللې وې.د اوبو کچه کمه شوې، خو د نورو ورښتونو وړاندوینه شوې.سیلابونه د جمعې په ورځ پيل شول.د تګزاس والي ګرګ ابوت پرون یکشنبه ویلي، ټول بنسټونه په پلټنه بوخت دي او کله چې د اوبو کچه کمه شي، دا هڅې به پراخه شي.