زلنیسکي بریټانیا ته تللی او هڅه کوي د ټرمپ او پوتین په کتنه کې د اوکرایین په خاورې د معاملې مخه ونیسي
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن پنجشنبې په لندن کې د بریټانیا له صدراعظم کییرسټارمر کتلي دي.دا کتنه په الاسکا کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لیدنه یوه ورځ مخکې پلان شوې ده.سټارمر په دې کتنه کې له قید او شرط د روسیې پر وړاندې د اوکرایین د ملاتړ اعلان وکړ.پرون چهارشنبې زلنسکي د جرمني په پلازمینه برلین کې د اروپايي ټولنې له یو شمیر مشرانو سره کتلي وو.زلنسکي په دې سفر کې هڅه کوي د ټرمپ او پوتین په لیدنه کې د اوکرایین د خاورې په سر د معاملې مخه ونیسي.تیره ورځ ولسمشر ټرمپ په یوه انلاین ناسته کې د اروپايي ټولنې له مشرانو او زلنسکي سره خبرې کړې وې.په دې خبرو اترو کې اروپايي مشرانو ټرمپ ته واضعه ویلي وو چې د اوکرایین په خاروه معامله ونه کړي.له دې وړاندې ټرمپ ویلي و، " اوکرایین او روسیې د جګړې د پایته رسولو لپاره د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي".خو زلنسکي وايي، د سولې لپاره له خپلې خاورې نه تیریږي.تمه ده سبا جمعه پوتین او ټرمپ د امریکا په الاسکا کې د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو په اړه خبرې وکړي.