Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Август
2025

Новости за 14.08.2025

Mashaalradio.com 

روسیې د اوکراین دونېڅک کې د ۲ نورو سیمو نیولو دعوه کړې

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د امریکا او روسیې ولسمشران د اګست پر ۱۵مه په الاسکا ایالت کې د مسکو او کییف ترمینځ د جګړې ختمولو پر لارو چارو بحث وکړي، د روسیې د دفاع وزارت په دونېڅک کې د دوو نورو سیمو د نیولو دعوه کړې ده. اخوا اوکرایني پوځ د روسیې د تېلو پر یو مهم مرکز د حملې خبر ورکړی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د توغندیزې وړتیا د څارنې یو پوځي مرکز جوړوي

پاکستان به په متعارفو جګړو کې د خپل توغندیزې وړتیا د څارنې لپاره یو پوځي بنسټ جوړ کړي. دغه اقدام په ظاهره له هند سره د مخامخ کېدو په صورت کې د توغندیزې وړتیا د لوړولو په هدف ترسره کیږي. د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ ناوخته د " پاکستان د پوځ د توغندیز ځواکونو" د جوړیدو خبر ورکړ. شریف دغه څرګندونې د پاکستان د خپلواکۍ له اته اویایمې کلیزې یو ورځ مخکې، له هند سره د تیرې مې میاشتې د جګړې په یاد غونډه کې کړي. د هغه خبرې رسنیو نن راپور کړي دي. شریف زیاته کړې چې د پاکستان توغندیز ځواکونه به " په نوې ټکنالوژۍ" سمبال وي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه، د دوی تر واکمنۍ لاندې د نجونو تعلیمي او تحصیلي بهیر په کلکه ځپل شوی

د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ څلورمه کلیزه، میلیونونه نجونې د تعلیمي او تحصیلي بهیر څلور کلن شاتګ ژاړي. څه باندې ۱۴ سوه ورځې وشوې چې نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو نه محرومې شوي او د لوړو زده کړو دروازې یې په مخ تړل شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

پوتین او ټرمپ یو په یو سره ګوري، یوازې ژباړونکي به ورسره وي

مسکو وایي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره یو په یو وګوري او یوازې ژباړونکي به ورسره وي. په کریملین ماڼۍ کې د پوتین یوه همکار یوري یوشاکوف نن پنجشنبه ( د زمري ۲۳مه) خبریالانو ته وویل، دواړه دا مشران به سبا په ځایي وخت ۱۱ نیمې بجې د امریکا په الاسکا کې سره وګوري. ټاکل شوې دواړه مشران د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې وکړي. د دغو لیدو کتو په درشل کې د اوکراین ولسمشر له اروپایي مشرانو سره لیده کاته کوي او دې ترڅ کې یې نن لندن کې د بریتانیا له صدر اعظم کییر سټارمر سره کتلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ګردیز کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د خصوصي سکټور په نووښت د ((تور الماس)) په نوم د کورنیو صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړ شوی. د دې نندارتون په اتیاوو بیلابیلو غرفو کې د سلو کورنیو فابریکو او کارخونو تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

پاریسن-ژرمن د اروپا سوپر جام سیالیو کې تاتنهام ته ماتې ورکړه

د فرانسې پاریسن-ژرمن فوټبال لوبډلې د اروپا د سوپر جام سیالیو له شور او زوږه ډکې یوې لوبه کې انګلیسي سیال تاتنهام ته ماته ورکړه. په دې سره دغې لوبډلې د ۲۰۲۵ کال پنځمه اتلولي ولمانځله. په دغې لوبه کې چې ایټالیا کې ترسره شوه، تاتنهام تر ۸۵ دقیقې پورې په دوه ګولونو بریالی و، خو نژدې لسو دقیقو کې پاریسن-ژرمن دوه ګوله ووهل او لوبه د پنالټي ضربو ته ولاړه. پنالټي ضربو کې بیا پاریسن ژرمن خپل سیال مات کړ.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو پرضد د نړۍ په بیلابیلو ښارونو کې لاریونونه

د افغان ښځو د یو شمېر متعرضو خوځښتونو او د ښځو د حقونو سازمانونو په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د څلور کاله واکمنۍ پوره کېدو په درشل کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مظاهرې او لاریونونه پیل کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د هرات د پاشدان د اوبو او برښنا بند نن پرانستل شو

د طالبانو حکومت نن ( پنجشنبه د زمري ۲۳مه) د هرات د پاشدان د اوبو بند د خپلې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت پرانست. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوی " اقتصاد محوره" تګلارې لري او دې ډول کارونو ته به دوام ورکوي. د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په پنځه ویشت کیلومترۍ کې د کرخ په ولسوالي کې دی. دا بند څلور اویا متره لوړوالی لري او د څلور پنځوس میلیونه مترمکعب اوبو ظرفیت لري چې دوه میګاواټه برښنا به تولید کړي او شاوخوا دیارلس زره هکتاره مځکه به خړوبه کړي. Читать дальше...




Mashaalradio.com 

افراسیاب خټک: د اسلام اباد تګلارې وفاق او هېواد دواړو ته تاوان رسوي

د سیاسي او سیمه ییزو چارو پوه افراسیاب خټک وايي، اوسمهال په پنجاب او اسلام اباد کې د پاکستان د جوړېدو ۷۹مې کلیزې جشنونه روان دي، خو د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې عملیات دوام لري. نوموړي د اګست پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، د اسلام اباد تګلارې د هېواد په تاوان دي. دی البته ټینګار کوي چې پښتانه باید له خپلې سوله ییزې مبارزې په شا نه شي ځکه په وینا یې، "ټوپک تل پښتون ته تاوان" رسولی دی. له نوموړي سره مو په مرکه کې پوښتلي چې پر داسې مهال چې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې عملیات روان دي او یو منتخب... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر علي وزیر د خوشې کولو غوښتنه کړې

د سازمان د جنوبي اسیا چارو څانګې د اګست پر ۱۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي چې نوموړي له یو کال راهیسې بې له "عادلانه مقدمې چلولو ناحقه" زنداني دی او "یوازې د دې لپاره چې بند یې اوږد شي" پر وړاندې یې "یوشمېر بې ځایه قضیې ثبت" شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په تیر یوکال کې ۳۵ تلویزیوني شبکې تړلي او د رسنیو ۴۵ کارکوونکي يې نیولي دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو په تیره څلور کلنه واکمنۍ کې يې د خبریالانو او رسنیو له حقونو او ازادیو د سرغړونې ۱۹۰ قیضې ثبت کړي دي. د دغه مرکز د راپور له مخې، طالبانو "د رسنیو د ځپلو پالیسۍ پراځې او شدیدې کړي دي". وړاندې په راپور کې راغلي، طالبانو په تیر یو کال کې ۳۲تلویزیوني شبکې تړلي او ۴۵ د رسنیو کارکوونکي يې نیولي دي. د طالبانو حکومت بیا وايي، د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې "رسنیو ته ازادي" ورکړي، دا هغه ادعا ده چې بشري حقونو او له رسنیو د ملاتړ سازمانونو په کلکله رد کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

سیګار؛ طالبان بشري مرستې په زور له اړمنو کسانو اخلي او خپلو خپلوانو يې ویشي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش اداره (سیګار) وايي، طالبان د "زور په کارولو" سره د هېواد په بیلابیلو برخو کې د مرستو رسولو بهیر ګډوډوي او له دغو بشري مرستو "لږکۍ محروموي". سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي،" دا اطلاعات يې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتونو او د ملګرو ملتونو له ۹۰ پخوانیو او اوسنیو کارکوونکو ترلاسه کړي دي". په راپور کې راغلي، طالبان " د زور په ګډون له هرې ممکنې وسیله ګټه اخلي څو دغه بشري مرستې هغه ځای او کسانو ته ورسیږي چې دوی يې غواړي". د سیګار په ټکو، د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلنیسکي بریټانیا ته تللی او هڅه کوي د ټرمپ او پوتین په کتنه کې د اوکرایین په خاورې د معاملې مخه ونیسي

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن پنجشنبې په لندن کې د بریټانیا له صدراعظم کییرسټارمر کتلي دي. دا کتنه په الاسکا کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لیدنه یوه ورځ مخکې پلان شوې ده. سټارمر په دې کتنه کې له قید او شرط د روسیې پر وړاندې د اوکرایین د ملاتړ اعلان وکړ. پرون چهارشنبې زلنسکي د جرمني په پلازمینه برلین کې د اروپايي ټولنې له یو شمیر مشرانو سره کتلي وو. زلنسکي په دې سفر کې هڅه کوي د ټرمپ او پوتین په لیدنه کې د اوکرایین د خاورې په سر د معاملې مخه ونیسي. تیره... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

یو اېن اېچ سي ار: اسلام اباد دې افغانانو ته په خپله خوښه د ستنېدو لپاره وخت ورکړي

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدی وايي تمه یې لرله چې پاکستان به هلته د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو د اوسېدو موده وغځوي خو داسې یې و نه کړل. د پي او ار کارډونو موده د جون میاشتې په پای کې پای ته ورسېده. اپرېدي د اګست پر ۱۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، د اسلام اباد په ټاکلې موده کې مېلیونونه افغانان خپل وطن ته نه شي ستنېدای. نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د پاکستان حکومت د اګست په لومړۍ اونۍ کې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ټرمپ: که مسکو د اوکراین پرضد جګړه و نه دروي نو "له خورا شدیدو پایلو" سره به مخامخ شي

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر لیدو مخکې مسکو ته خبرداری ورکړی دی چې که د اوکراین پر وړاندې یې جګړه و نه دروله نو "له خورا شدیدو پایلو" سره به مخامخ شي.نوموړي په دې اړه جزییات ور نه کړل چې که روسیه د اوکراین پر ضد خپله شاوخوا درې نیم کلنه جګړه ختمه نه کړي نو له کوم ډول پایلو سره به مخامخه شي، خو هغه دا خبره د اګست پر ۱۳مه تر هغې لږ ساعت وروسته وکړه چې یوشمېر اروپايي مشرانو او اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ورباندې ټینګار وکړ چې د اروپا او اوکراین اساسي امنیتي ګټې خوندي کړي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د اوښانو شیدې د غوا له هغو څه توپیر لري؟

افریقايي هېواد سومالیا د اوښانو لپاره پېژندل کېږي چې پکې اوس د هغوی د شیدو پیداوار په زیاتېدو دی او خلک یې هم خوښوي. د خوراکي چارو پوهان وايي، د اوښانو په شیدو کې یوشمېر داسې عناصر دي چې د انسان صحت او هډوکو ته زیاته ګټه رسوي. دوی وايي، د اوښانو شیدې د غوا هغو پرتله کم لکټوز لري. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: که پوتین د اوکراین د سولې هڅې سابوتاژ کړي، مسکو به له سختو پایلو سره مخامخ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د سولې هڅو ته زیان واړوي، دا کار به د مسکو لپاره "سختې پایلې" ولري. ټرمپ همداراز ویلي چې د جمعې په ورځ په الاسکا کې د پوتین سره د ده غونډه ممکن د اوکراین له ولسمشر سره تر بلې غونډې وروسته وي. تمه کیږي په دې غونډه کې به د اوکراین جګړې ته د پای ټکی ایښودلو په اړه بحث وشي. ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې دا پایلې مشخصې نه کړې، خو مخکې یې خبرداری ورکړی و چې که په الاسکا کې خبرې ناکامې شي، پر روسیه د اقتصادي بندیزونو احتمال شته. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مولوي حنفي په سعودي عربستان کې د خپل حکومت له جنرال قونسل سره د هلته مېشتو افغانانو په اړه لیدلي

د طالبانو د حکومت د اداري چارو مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په سعودي عربستان کې د افغانستان د قونسلګرۍ له چارواکو غوښتي چې له سعودي عربستان سره اړیکې پراخې کړي. پر ایکس په خپاره شوي یوه پیغام کې راغلي چې مولوي حنفي د سعودي عربستان په جده کې د طالبانو د حکومت له جنرال قونسل مولوي عمران افغان سره ولیدل. په معلوماتو کې راغلي چې مولوي عمران افغان په دې غونډه کې ویلي چې په جده کې قونسلګري په سعودي عربستان کې د میشتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره هر ډول هڅې کوي. د مایګریشن پالیسي خپرونې د معلوماتو له مخې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د هرات د پاشدان د اوبو بند افتتاح کیږي

ټاکل شوې ده چې نن د هرات د پاشدان د اوبو بند رسما افتتاح شي. د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت له لورې رسنیو ته په استولي بلنلیک کې راغلې دي چې د پاشدان د اوبو بند او د بریښنا د تولید فابریکه به د پنجشنبه په ورځ د طالبانو د بیا واکمنۍ په ویاړ پرانیستل شي. د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په پنځه ویشت کیلومترۍ کې د کرخ په ولسوالي کې دی. دا بند څلور اویا متره لوړوالی لري او د څلور پنځوس میلیونه مترمکعب اوبو ظرفیت لري چې دوه میګاواټه برښنا به تولید کړي او شاوخوا دیارلس زره هکتاره مځکه به خړوبه کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت او قرغزستان د سوداګریزې همکارۍ دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې

د طالبانو حکومت او د قرغزستان حکومت اقتصادي او د سوداګریزې همکارۍ دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت ترمنځ دا موافقه د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته د دغه وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د سفر په جریان کې وشوه. د راپورونو له مخې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د تسهیل تر څنګ قرغزستان ژمنه کړې چې سوداګریزې ویزې به اسانه کړي، بانکي اړیکې به ښه کړي او د افغان سوداګرو لپاره به د ترانسپورت لارې اسانه کړي. مخکې تر دې قرغزستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه: د اوکراین د جګړې په اړه مو دریځ نه دی بدل شوی

روسیې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د دوی دریځ د تیر کال راهیسې بدل شوی نه دی ځکه چې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل شرایط ټاکلي وه او هغه دا چې د اوکراین له مهمو سیمو څخه د کیېف د ځواکونو بشپړه وتل او د ناټو د برخه جوړېدو له غوښتنې لاس اخیستل. پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جمعې په ورځ په الاسکا کې سره وویني، چې د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړي. دا د ۲۰۲۱ کال راهیسې د امریکا او روسیې لومړۍ سرمشریزه ده. ټرمپ ویلي، د دې لپاره چې دا کار ترسره شي، دواړې خواوې به د دوی په واک کې ځینې مځکې سره تبادله کوي.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 103news.com — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media









103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России



Топ 10 новостей последнего часа



Rss.plus


Новости России







Rss.plus
Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России