اسراییل وایي د یمن له خوا توغول شوی یو توغندی یې شنډ کړی
د اسراییل پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د یمن له خوا یو توغول شوی توغندی یې کشف او شنډ کړی دی.حوثي وسله والو چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، د غزې د جګړې له پيله وخت نا وخت د اسراییل په لور توغندي ویشتلي دي.حوثیان وایي، دا ډول بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ په هدف ترسره کوي.اسراییل هم د دغو بریدونو په ځواب کې په یمن کې د حوثیانو سنګرونه ویشتلي دي.د حوثي سرچینو په باور، د تیرې یکشنبې په ورځ پر صنعا د اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل شول او څه باندې ۸۰ نور ټپیان شول.