د لبنان له خوا د حزب الله د بې وسلې کېدو هڅې، حزب الله یې د اسراییل په ګټه اقدام بولي
په لبنان کې د حزب الله ډلې د بې وسلې کولو هڅې روانې دي. حکومت وایي چې دا طرحه یې تشویقي بڼه لري او اجباري نه ده.حزب الله دا کار د اسراییل په ګټه بولي او ایران هم له وړاندې له دې طرحې سره مخالفت ښودلی دی.