د فرانسې پارلمان د صدر اعظم بایرو دولت وپرزوه او نوموړی یې سلب صلاحیت کړ
د فرانسې پارلمان پرون دوشنبه د دغه هېواد صدر اعظم فرانسوا بایرو سلب صلاحیت کړ او له دې سره یې د هغه دولت وپرزوه.دا د اروپا د دویم ستر اقتصاد لرونکي هېواد لپاره یو نوی سیاسي ناورین دی او اوس ولسمشر امانویل مکرون اړ دی چې نوی صدر اعظم وټاکي.