بېنېټ: نړیوال دې افغانستان کې د بشري حقونو د بدلون لپاره له ټولو وسیلو کار واخلي
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې هیواد کې د وضعیت د بدلون لپاره له ټولو شته وسیلو کار واخلي.
ریچارډ بنیټ دا غوښتنه تېره ورځ په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې وکړه.