زلنسکي: نړیوال باید مرسته وکړي چې د انرژۍ سیستمونه د روسیې له بریدونو خوندي شي
د اوکراین ولسمشر د خپل هېواد د انرژۍ سرچینو د ساتنې لپاره د لا زیاتو نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراین کې د روسیې ناموجه یرغل څلورم ژمی ته داخلیږي او د روسیې پوځ په سیستماتیک ډول د اوکراین د بریښنا فابریکې او سب سټیشنونه بمباروي.