خوست کې د یو تن اعدام؛ فعالان وايي د اعدام علني اجرا ویره او ترهه رامنځته کوي
په خوست کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې نن ماسپښین به د دې ولایت په ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې د اعدام علني حکم اجرا شي.
خوست ولایت کې د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګربز پر خپله ایکس پاڼه له خلکو غوښتي چې پرته له وسلو او کمرو د پیښې ځای ته ورشي.