امریکا ته د ټولو منتقل شویو افغانانو بیا څېړنه؛ سپینه ماڼۍ وايي یو لک کسان سم نه دي کنټرول شوي
سپینې ماڼۍ یو وار بیا ټینګار وکړ چې د پخواني ولسمشر جوبایډن د ادارې پر مهال امریکا ته د ټولو لیږدول شویو افغانانو بیا څېړنه کوي.
دا خبره د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.
هغې وویل:
میرمن لیویټ زیاته کړه: «ولسمشر ټرمپ دمخه د دریمې نړۍ هیوادونو څخه د بهرنیو اتباعو مهاجرت په دایمي ډول درولی دی چې د متحده ایالاتو لپاره خورا لوړ خطر رامینځته کوي.»
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین همداراز څرګنده کړه چې د پخواني ولسمشر بایډن له خوا لږ تر لږه یو لک افغانان له هېڅ یا کم کنټرول سره امریکا ته راوړل شوي او اوس یې د امریکا امنیت ګواښي.
ولسمشر ټرمپ او اداره یې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو د امریکايي ځواکونو او د هغوی د افغان همکارانو د ایستلو په بڼې نیوکې لري.
د تخلیې د ماموریت پر مهال د اګست په ۲۶مه ماښام مهال کابل هوایي ډګر ته څېرمه په یوه ځانمرګي برید کې ۱۶۹ افغان ملکیان او ۱۳ امریکايي سرتیري ووژل شول.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ وویل په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ په دوو سرتیرو مرګونی برید هم هماغه دښمن وکړ چې په کابل کې یې امریکايي سرتیري د تخلیې د ماموریت پر مهال ووژل.
تېره چهارشنبه د نومبر په ۲۶مه په واشنګتن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې افغان تبعه رحمن الله لکڼوال د امریکا د ملي ګارډ په دوو غړو سارا بکسټروم او انډرو وولف ډزې وکړې. سارا وروسته په روغتون کې ساه ورکړه او انډرو وولف لا هم بستري دی.
د تازه راپورونو په اساس انډرو وولف د دوشنبې په ورځ په روغتون کې د ډاکترانو د پوښتنو په ځواب کې خپلې ګوتې ته ټکان ورکړی دی.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم ویلي افغان بریدګر ښايي په امریکا کې افراطیت ته مخه کړې وي.
رحمن الله لکڼوال د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د صفري قطعاتو غړی وو.
د ځینو امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس رحمن الله چې امریکا کې د کار په لټه کې وو له ډېره وخته له رواني پلوه ښه نه وو.
دا ۲۹ کلن افغان تبعه چې د امریکا د ملي ګارډ په سرتیرو د برید پر مهال د نورو امریکايی ځواکونو له خوا هدف وګرځېد په خپله هم ټپي او بستر دی.
دی د لومړي درجې قتل له تور سره مخ دی. سپینه ماڼۍ د هغه لپاره د تر ټولو سختې سزا غوښتنه کړې.
لکڼوال که څه هم د برید پر مهال یواځې وو خو دې پېښې امریکا کې افغان کډوال او امریکا ته د تګ په تمه ټول ناست افغانان اغېزمن کړي. د راپورونو له مخې د لسګونو زرو هغو افغانانو برخلیک له خطر سره مخ دی چې په امریکا کې د دایمي اقامت او نورو اسنادو په تمه پاتې دي.
همدارنګه لسګونه زره نور کسان په پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه په سخت وضعیت کې دي.
د افغانانو د انتقال د یوې مدافع ټولنې افغان ایواک مشر شان وان ډایور او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ ټینګار کړی چې د یوه شخص د کړنو لپاره باید ټوله افغان ټولنه مجازات نه شي.