هنګري د اروپایي پارلمان هغه پریکړه ننګولې چې ویلې یې دی، له روسیې د تیلو واردات یو مخ بندوي
د هنګري حکومت اعلان کړی چې د روسیې د طبیعي ګازو د وارداتو د تدریجي کمولو په اړه به د اروپایي ټولنې پریکړه په محکمه کې وننګوي.
د اروپايي ټولنې د پارلمان غړیو پرون چهارشنبه موافقه وکړه چې د دوه زره اووه ویشتم کال تر مني پورې به د روسیې د ګازو واردات په بشپړ ډول بند کړي.