پوتین: که اوکرایني ځواکونه شاتګ ونه کړي، دونباس به په زور ونیسو
د روسیې ولسمشر یو ځل بیا د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې په اړه خپله پخوانۍ ادعا تکرار کړه او ویې ویل، که د اوکراین ځواکونه له دې سیمې څخه شاتګ ونه کړي، نو روسیه به هغه په زور ونیسي.ولادیمیر پوتین له «انډیا ټوډې» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل:«یا به موږ دا سیمه د خپل پوځ په زور آزادوو، او یا به اوکرایني ځواکونه په خپله ترې وځي.»د پوتین اشاره د دونباس سیمې ته وه چې د دونیڅک او لوهانسک له دوو ولایتونو جوړه ده. د پوتین د مرکې ځینې برخې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه دسمبر ۴) هند ته د ده تر روانېدو مخکې خپرې شوې.د روسیې تر بشپړ پوځي یرغل مخکې، د مسکو له ملاتړه برخمنو بېلتونپالو ځواکونو په دې سیمه کې نژدې اته کاله جګړه وکړه، خو هغوی ونه توانېدل چې ټول دونباس ونیسي.د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ویلي، هغه خاوره چې روسیې په خپله په زور نه ده نیولې، هېڅکله به یې روسیې ته د ډالۍ په ډول ور نه کړي.د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیه دا مهال د اوکراین شاوخوا ۱۹.۲ سلنه خاوره اشغال کړې ده.