حماس ومنله چې د وسلو د تولید څانګې مشر یې غزه کې وژل شوی دی
د حماس مشر خلیل الحیه نن یکشنبه تایید کړه چې د وسلو د تولید څانګې مشر یې راېد سعد په غزه کې د اسراییل په برید کې وژل شوی دی.امریکا او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګریزه ډله بولي.فرانس پریس لیکلي، الحیه د حماس اړوند (الاقصی) تلویزیون ته په وینا کې د سعد وژنه تایید کړې.اسراییل د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر دغه هېواد یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې حملې یو طراح راید سعد وژلی دی.د حماس په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.دا برید پر غزې د اسراییل د خونړي برید لامل شو.