خوست کې څه باندې درې لکو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
د یکشنبې په ورځ په خوست کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسینو د څلور ورځني کمپاین پرانیسته وشوه.
یاد کمپاین، چې د ډېسمبر له ۱۵ مې تر ۱۸ مې نیټې پورې څلور ورځې دوام پیدا کوي، یوازې په خوست کې به شاوخوا درې لکه ۳۵ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.