تهران کې د افغانستان په اړه غونډه، ګډونوالو یې د همغږۍ او دوامداره همکاریو غوښتنه وکړه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د منظمو خبرو اترو د میکانیزم رامنځته کول ستراتیژیکه اړتیا ده.عباس عراقچي دا خبرې نن په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هیوادونو د استازو په ناسته کې وکړي.