په سیدني کې ډزو لږ تر لږه ۹ تنه وژلي دي. پیښه د یهودانو په مذهبي مراسمو کې شوې ده
د استرالیا په سیدني کې د ډزو له کبله ګڼ شمېر خلک وژل او ټپیان شوي دي.پولیسو ویلي لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او له شلو ډېر نور ټپيان دي، خو تراوسه د مرګ ژوبلې شمېر وروستی نه دی.