د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیلېږي
نن د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلیږي." له پولیو پاک افغانستان" پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې په هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غزني، پکتیکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او هرات کې به دغه واکسین تطبیق شي.د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د روان میلادي کال له پیله په افغانستان کې د ګوزڼ دوه پېښې ثبت شوي چې یوه یې د بادغیس بالامرغاب او بله هلمند کې ده.په کندهار، هلمند، کابل، لغمان، ننګرهار او زابل کې بیا د ۲۰۲۵ کال له پېل راهیسې د پولیو ۱۸ چاپیریالي نمونې هم ثبت شوې دي.افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازني دوه هېوادونه دي چې پولیو ویروس په کې پاته دی.دا یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري، خو یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.