له امریکا د ناقانونه کډوالو ایستل، د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي
ټاکل شوې چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ ادارې کارکوونکي سره له دوشنبې د دغه هېواد په هوایي ډګرونو کې ځای په ځای شي.فرانس پریس لیکلي، د دغه کار هدف د امنیتي پلټنو په برخو کې د اوسنۍ ګڼې ګوڼې کمول دي.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ټولنیزو شبکو په یوه پيغام کې دا اقدام اعلان کړ او لامل شو چې چارواکي په بیړه یوه طرحه چمتو کړي.چارواکي وایي، په هوایي ډګرونو کې ګڼه ګوڼه وروسته له هغه زیاته شوې چې د غیر قانوني کډوالو د ایستلو موضوع راپورته شوه.د کډوالو د اخراج دغه پروګرام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه پلی کیږي.د ډونالډ ټرمپ سرحدي سلاکار ټام هومن سي.ان.ان خبري شبکې ته ویلي، د کډوالۍ ادارې او ګمرک کارکوونکي به له خپلو معمولي دندو څخه هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي.نوموړي ویلي، دا کارکوونکي به هغه چارې نه ترسره کوي چې روزنه یې نه ده ورکړل شوې.