د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د طالبانو له بنده د دریو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د طالبانو په بند کې د افغان خبریالانو بشیر هاتف، شکیب احمد نظري او حمید فرهادي د روحي او رواني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دې سازمان په بیړني ډول له قید او شرط پرته د یادو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.