افغانستان کې د سیلونو زیانونه، له تیرو شاوخوا درېو اونیو راهیسې ۱۹۰ کسان مړه شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د اورښتونو او سیلابونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ نور کسان هم مړه شوي او ۱۵ ټپیان شوي دي.
په دې سره د روانې حمل له ۶مې تر ۲۳ مې د طبیعي افاتو په ځانګړي ډول سختو اورښتونو، سیلابونو او زلزلې له امله د مړو شمېر نېږدې ۱۹۰ او د ټپیانو له ۲۵۰ لوړ شو.