افغانستان کې د چاپېریال ساتنې لپاره د رضاکارانو د عالي شورا تاسیس
افغانستان کې د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې لپاره د رضاکارانو د عالي شورا د تاسیس خبر ورکړ.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رئیس مطیعالحق خالص،د دې شورا د پرانیستلو په مراسمو کې له افغانانو وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې لپاره په ګډه کار وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې د چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی، بلکې د خلکو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
هغه همدارنګه له بهرنیو هېوادونو وغوښتل چې د اقلیم او چاپېریال بحران باید د سیاسي وسیلې په توګه ونه کارول شي، ځکه دا موضوع بشري بڼه لري او د ټولو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د خالص په وینا، د چاپېریال ساتنې د رضاکارانو عالي شورا کې به استادان، علماء او ځوانان شامل وي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان د اقلیمي بدلونونو د اغیزو له پلوه د نړۍ له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی او د مدیریت لپاره یې ډېر کم امکانات لري.