د امريکايي پلاوي تر سفر مخکې د عمران خان او جنرل باجوه ملاقات
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره په داسې مهال د ستمبر په درېيمه خبرې کړې چې د امريکې بهرنيوو چارو وزير اسلام اباد ته ځي. د وزيراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې باجوه د وزيراعظم دفتر ته ورغلی وو او دواړو پر امنيتي حالاتو خبرې وکړي.