کراچي کې وژل شوی پلار او زوی په کوټه کې خاورو ته وسپارل شول
په کراچي کې د جمعې په ورځ د چین پر کونسلګرۍ د برید په نتیجه کي یو پلار او زوی هم وژل شوي ول. حاجي نیاز محمد او د هغه مشر زوی ظاهرشاه د کوټې د پښتون اباد سيمې اوسېدونکي ول او د ویزې لپاره د نومبر پر ۲۳مه نېټه د چین کونسلګرۍ ته ورغلي ول.د دوی مړي نن [شنبه] په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شول.په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.