د کابل اوسېدونکي د سولې بهیر په اړه څه وايي؟
په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرو بهیر له پیل سره هممهاله په ډېری ولایتونو کې جګړو هم زور اخیستی. په هېلمند، بدخشان او تخار ولایتونو کې په نښتو کې د افغان ملي ځواکونو سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ خلک بې کوره شوي. دې حالت ته په کتو، د کابل ښاریان د سولې بهیر څنګه ارزوي؟ د ځواب لپاره یې هیلۍ اسد له ځینو کسانو سره غږېدلې.