باکسر اسلم خان په پښین کې خاورو ته وسپارل شو
د ځوان باکسر اسلم خان مړی نن سهار له کراچۍ څخه پښین ته یووړل شو او په خپله پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه په په جنازه کې د پښین سیاسي او ولسي مشرانو په ډېر شمېر کې برخه واخیسته. باکسر اسلم خان د جنورۍ پر ۳۱مه په کراچۍ کې د باکسنګ په یوه سیالۍ کې د خپل سیال باکسر ولي خان له لوري پر سر د سوک وهلو پس بې هوشه شوی وو او د کراچۍ په یوه روغتون کې یې ساه ورکړه. د پښین اوسېدونکي اسلم خان له ۲۰۰۷ز کال راهیسي د باکسنګ په سیالیو کي برخه اخیستله او په ۲۰۱۷ز کال کې د ۶۴ کیلو په وزن کې یې تمغه... Читать дальше...