د افغان سفير د لور تښتونې پلټني کوو: پاکستان
پاکستان وايي، د سفارتونو، سفارتکارو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب ورته مهم دی او د افغان سفیر د لور د تښتول کېدو تر شا لاس لرونکي کسان به زر د قانوني کارروایۍ سره مخ شي. د پاکستان د بهرنیو چارو د ورارت لخوا د جولای پر ۱۷مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، د جولای پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا ورته خبر ورکړل شو چې د افغان سفیر لور په داسې حال کې تښتول شوې چې په کرايي ګاډي کې یې سفر کولو. په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله ویل شوي، د دې خبر د ترلاسه کولو وروسته د اسلام اباد پولیسو فورا د لټون عملیات پیل کړل.