"احسان الله احسان ته ورکړل شوي د په نښه کولو نوملړ پلټنې دې وشي"
د پاکستان د سېنېټ دوو پخوانيو غړو فرحت الله بابر او افراسیاب خټک حکومت ته ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان د پخواني ویاند احسان الله احسان د هغو ادعاوو پلټنې وکړي چې ګواکې د پاکستان پوځي استخباراتي اداره غواړي چې د دوی په ګډون یو شمېر کسان ووژني. دوی وايي، د ملک وفاقي تحقیقاتي ادارې – ایف ای اې - او پارلمان دواړه ته یې په رسمي توګه خپلې اندېښنې وړاندې کړې دي. دا له هغه وروسته ده چې احسان الله احسان لومړی پر فیسبوک او بیا د ۲۰۲۱م کال د جولای پر درېیمه په سنډې ګارډین نومي ورځپاڼه کې ولیکل چې د پاکستاني پوځ استخباراتي ادارې ... Читать дальше...