پاکستان د تحريک لبیک پر ضد پرېکنده کاروايي ولې نه کوي؟
د پاکستان حکومت د ناقانونه ګرځول شوي تحريک لبیک سره د احتجاجونو ختمولو لپاره، د اکتوبر په ۳۱مه لوظنامه وکړه خو تفصيل یې په ډاګه نه کړ. له پنجابه راولاړې شوې، دې مذهبي ډلې د خپل مشر، سعد حسین رضوي د خوشي کولو او له پاکستانه د فرانس سفیر د ویستلو لپاره د اکتوبر له ۲۱مې څخه په کړو مظاهرو کې سړکونه بند کړي وو. په فرانس کې يوې طنزیه مجلې د حضرت محمد (ص) کارټونونه جوړ کړي وو. سعد رضوي اوه میاشتې مخکې د عامه امنيت د ګډوډولو په تور نيول شوی دی. د پنجاب پولیسو مشر راو سردار علي خان رسنيو ته ويلي چې... Читать дальше...