سي پي جې: سږنی کال د خبریالانو لپاره تور کال وو
خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ (سي پي جې) په یوه راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۱ز کال کې په نړۍ کې د زنداني خبريالانو شمېر يو بل ريکارډ جوړ کړی چې د مطبوعاتو د ازادۍ د مدافعينو لپاره "په ځانګړې توګه يو تور کال" وو. سي پي جې نن (د ډېسېمبر پر نهمه) په خپل يو خپور کړي راپور کې ويلي چې په روان کال کې د هغو خبريالانو شمېر چې د خپل کار له امله زنداني شوي ۲۹۳ ته رسېدلی، چې يو نړيوال ريکارډ دی. په ۲۰۲۰ز کال کې دا شمېر ۲۸۰ وو. دا پرله پسې شپږم کال دی چې سازمان لږ تر لږه د ۲۵۰ خبريالانو د بندي کېدو قضيې ثبت کړې دي. Читать дальше...