کراچۍ کې چاودنې ۵ تنه وژلي ۲۵ ژوبل
![کراچۍ کې چاودنې ۵ تنه وژلي ۲۵ ژوبل](https://gdb.rferl.org/cd2cd9c4-24ca-4bdf-b4d2-a4f4e0112530_w800_h450.jpg)
د پاکستان په صنعتي ښار کراچۍ کې یوې چادونې ۵ تنه وژلي او شاوخوا ۲۵ تنه ژوبل دي.
د ډان نیوز د خبر له مخې چاودنه د ګلشن اقبال سیمې له کراچۍ پوهنتون سره نزدې په مسکن چورنګۍ کې شوې ده.
خیریه مرستندویه اداره اېدي فاونډېشن وايي، چاودنه د ودانۍ په دوهم پوړ کې شوې او لویه برخه یې نړېدلې ده.
د پېښې یوه ویډيو د شاوخوا ودانیو او کورونو د کړکیو ماتې ښیښې ښيي او یوشمېر موټرونه، چې د ودانۍ په شاوخوا کې ولاړ ول، ویجاړ شوي دي.
د سیند اعلا وزیر د پولیسو مشر ته امر کړی چې د پېښې پلټنې وکړي او رپورټ وروسپاري.
په تېرو کلونو کې په کراچۍ کې ډېرې قومي او فرقوي نښتې شوي دي.
د اکتوبر پر ۲۰مه د کراچۍ په شېري جناح کالونۍ کې د رېموټ کنټرول بم په چاودنه کې پېنځه کسان ژوبل شوي ول.