د خوست شیخ زاید پوهنتون ۷۵ نوي ډاکټران فارغ کړل
![د خوست شیخ زاید پوهنتون ۷۵ نوي ډاکټران فارغ کړل](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-857f-08dc613442d4_tv_w800_h450.jpg)
د خوست شیخ زاید پوهنتون تېره ورځ ۷۵ ځوان ډاکټران فارغ کړل. یاد پوهنتون په خپل ۲۵ کلن علمي بهیر کې سلګونه ډاکټران او زرګونه د لیسانس ترکچې محصلین ټولنې ته وړاندې کړي دي. له زده کړو فارغو شویو ډاکټرانو ویل چې غواړي د طب په برخه کې د هېوادوالو مرسته وکړي. تفصیل په دې ویډیو کې: