په افغانستان کې بارانونو او سېلابونو لسګونه کسان مړه کړي
د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په تېرو درېيو اوونيو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله شاوخوا ۶۰ کسان مړه شوي دي.
هرات يو له هغو ولايتونو دی چې تر نورو ډېر زيانمن شوی دی.