هرات کې د معارف یو سیمهییز جګپوړی چارواکی نیول شوی
![هرات کې د معارف یو سیمهییز جګپوړی چارواکی نیول شوی](https://gdb.rferl.org/333EEFCF-EE98-4F43-90C4-2777930F4D64_w800_h450.png)
د هرات چارواکي د اداري فساد په تور د معارف د یوه سیمهییز جګپوړي چارواکي د نیولو خبر ورکوي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، د معارف ریاست د سواد د زدهکړې امر د امنیتي ارګانونو لهخوا توقیف شوی او نوموړی تورن دی چې د سواد د زدهکړې له برخې سره د نړیوالو مؤسسو شوې مرستې یې بېځایه لګولې دي.
ښاغلي فرهاد وویل، تورن کس له یوې مودې راهیسې تر تعقیب لاندې و.
د هرات د والي د ویاند په خبره، په وروستۍ یوه میاشت کې په دې ولایت کې د مختلفو دولتي ادارو له ۲۰ زیات کارکوونکي د اداري فساد په تور توقیف شوي دي.