کرنې وزارت په ۳۰زره هکتاره ځمکه کې نوي باغونه جوړوي
![کرنې وزارت په ۳۰زره هکتاره ځمکه کې نوي باغونه جوړوي](https://gdb.rferl.org/359F22E6-6DFA-466A-B235-E9F065FCAABE_cx13_cy0_cw45_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې سږ کال د هېواد په کچه په دېرش زره هکتاره ځمکه کې نوي باغونه جوړ کړي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه باغونه د باغدارۍ د ملي پالیسۍ له مخې جوړېږي.
نوموړی زیاتوي چې په دې سره به د افغانستان د مېوو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې تېرکال افغانستان د ۸۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت بهرته صادرات لرل چې ۸۵ سلنه یې کرنیز توکي وو.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان پر ۲۸۲ زره هکتار ځمکه باغونه موجود دي.