د ایران یوې محکمې د داعش ډلې اته غړي په اعدام محکوم کړل
د ایران یوې محکمې د ترویستي حملو په تړاو د اسلامي دولت ډلې یا داعش اته غړي په اعدام محکوم کړي دي. په دغو حملو کې چې د تېر مېلادي کال په جون کې په تهران کې پر پارلمان او د ایات الله خمیني پرمقبرې وشوې، اتلس تنه وژل شوي و. دغه حکم په تهران کې د ایران اسلامي انقلابې محکمې نن اعلان کړ. د اتلسو نورو تورنو محاکمې تراوسه روانې دي. ایران ویلي چې پنځه وسله وال او انتحاریان چې په دغو حملو کې ووژل شول مخکې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې په لیکو کې جنګېدلي و. د انقلابي محکمې مشر موسي غضنفر ابادي... Читать дальше...