خوست چارواکي: په تڼیو کې له صفري نقطې اغزن تار بېرته ورټول شو
![خوست چارواکي: په تڼیو کې له صفري نقطې اغزن تار بېرته ورټول شو](https://gdb.rferl.org/452190F7-2986-4C7C-954F-C730971C31B2_w800_h450.jpg)
په خوست کې د سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، پاکستانیو پوځیانو هغه اغزن مزي چې د خوست د تڼیو په ولسوالۍ کې يې د صفري نقطې څخه د افغانستان په لوري کې غځولی وو، بېرته ټول کړی دی.
د شنبې ورځې ناوخته د سویل ختیځ زون د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال راز محمد مندوزي ازادي راډیو ته وویل، څو ورځې وړاندې يې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتو د تڼیو په سیمو کې د غځول شوي اغزن تار په اړه د پاکستانیو جنرالانو سره خبرې کړې وې او د هماغو خبرو په نتیجه کې پاکستاني لوري غځول شوی اغزن تار بېرته ټول کړ.
جنرال مندوزي وویل، افغان ځواکونو د پاکستاني پوځیانو له تېږو جوړې شوې مورچې ړنګې کړې او پخې مورچې یې له «جي.پي.اېس» سره وکتې چې د کرښې په بله غاړه کې یې جوړې کړې وې.
ښاغلي مندوزي زیاته کړه:
"«GPS» مو وکړ هغه پوسته چې دوی ایجاد کړې وه، د هغوی په خپله خاوره کې وه، پاکستانیو جنرالانو سره مو فیصله وکړه چې سیم خاردار مو درلېرې کړی، د دوی هغه مورچلې چې له تېږو يې جوړې کړې وې، هغه موږ ړنګې کړې، د سیم خاردار غځولو کار دوام درلود، خو بېرته مو خپل ځای ته پرې ټول کړ."
پاکستاني پوځیانو د څه مودې راهېسې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار غځول پیل کړي چې په ځینو سیمو کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د نښتو او ترینګلتیا سبب شوي دي.