جنتي: اروپا د میزائلو د بحث په مطرح کولو خپله اصلي لار نه تعقیبوي
د ایران یو بانفوذه مذهبي مشر وایي، اروپا چې د تهران د بالستیک توغندیو په څېر موضوعاتو په اړه د نورو خبرو مسئله مطرح کوي، د نړۍ د قدرتونو او ایران ترمنځ د شوي اټمي تړون له خوندي کولو سره مرسته نشي کولای.
د ایران دولتي رسنیو د دې هېواد د خبرګانو د مجلس د مشر ایات الله احمد جنتي له قوله خبر ورکوي چې ویلي یې دي، اروپا ویلي چې له دغه تړونه به ونه وځي، خو په عمل کې د میزائلو او د نورو مسایلو پر سر د بحث په مطرح کولو سره دوی خپله اصلي لاره نه تعقیبوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر درې ورځې مخکې خبرداری ورکړی و چې ایران او لوېدیځ قدرتونه باید پر مشخصو مسایلو چې د لوېدیځ لپاره د اندېښنې وړ دي، خبرې وکړي.