کرملېن رد کړه چې ګوندې پوتین د اروپایي ټولنې د ړنګېدو خوبونه ویني
کرملېن د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون هغه ادعا رد کړې چې ويلي یې دي، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د اروپايي ټولنې د دړې وړې کېدو خوبونه ویني.
د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ دغه ادعا رد کړه او ویېویل چې دا زموږ په ګټه ده چې اروپا سوکاله او له ثبات څخه برخهمنده وي.
د فرانسې ولسمشر د تېرې اوونۍ په پای کې د سویډن ټلوېزیون ته ویلي وو چې دی یو له هغو مشرانو څخه دی چې له روسیې سره د یو نوي امنیتي او دفاعي مېکانیزم د رامنځته کېدو پر اړتیا تأکید کوي، خو پوتین د اروپایي ټولنې د ړنګېدو خوبونه ویني.