برازیل وايي په ملي موزیم کې د اور لګېدنې په اړه څېړنې کوي
د برازیل د فرهنګ وزیر وایي، په پلازمېنه ریودو جینیرو کې د لوی موزیم د سوځېدو په اړه پلټنې کوي چې په دغه تاریخي موزیم کې چې دوه سوه کاله مخکې جوړشوی و، د وړمې ورځې د اورد لګېدو علت څه و.
سرګیو سالیتاو په ریودو جینیرو کې خبریالانو ته وویل:
"فکر کوم دا مهمه ده چې د دغې اورلګېدنې علت روښانه شي، پولیس په دې اړه پلټنې کوي، موږ دې ته اړتیا لرو چې پوه شو علت یې څه و او له هغې وروسته به مسول شخص وپیژنو او هم به دقیق معلومه شي چې څه پیښ شوي دي."
د تېرې یکشنبې په ورځ په دغه موزیم کې اور هغه مهال ولګېد چې تړلی و.
په دغه موزیم کې د لاتینې امریکا ډېر لرغوني اثار لکه د داینسور فوسیل او په دې وچه کې د موندل شوي لرغوني انسان یوه جمجمه چې ۱۲ زره کاله مخکې یې ژوند کاوه، نندارې ته ایښودل شوي و.
د دغه موزیم له شل میلیون اثارو څخه یوازې په سلو کې لس یې ژغورل شوي دي.