په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات سبا شنبې ترسره کېږي
ټاکل شوې چې په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات سبا شنبې ترسره شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سیدحفیظ الله هاشمي آزادۍ راډیو ته وویل چې د کندهار خلک به په څه باندې ۱۷۰ مرکزونو کې رایې ورکړي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:
" د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ښاغلی صیاد هم کندهار ته ځي او هلته به انتخابات دده تر مستقیم نظارت لاندې کېږي. په کندهار کې موږ ۱۷۳ مرکزونه لرو چې ۱۱۱۴ محلونه کېږي."
له کندهار څخه د ښځو په ګډون ۱۱۲ کسانو ځانونه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې کاندیدان کړي.
په دې ولایت کې شاوخوا پنځه لکه کسانو د رای ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.
په کندهار کې د ولسي جرګې انتخابات د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو له پېښې وروسته د دوو اونیو لپاره وځنډېدل.
په دې پېښه کې چې د ولایت په مقام کې وشوه او مسوولیت یې وسله والو طالبانو ومانه د امنیت پخوانی رییس عبدالمومن حسین خیل هم ووژل شو.
د ولسي جرګې انتخابات د تلې په ۲۸ او ۲۹ مه له کندهار او غزني پرته د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول.