د سرپل چارواکي: طالبان پر مرکز د ډلهییزو بریدونو هڅه کوي
د سرپل چارواکي وایي، طالبان د دغه ولایت مرکز ته په نېژدو سیمو کې راټول شوي او پر مرکز د ډلهییزو بریدونو هڅه کوي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې که مرستندویه ځواکونه پر وخت ور ونه رسېږي، طالبان به پر مرکز سربېره په صیاد او سوزمه قلعه ولسوالیو کې ډلهییز بریدونه پیل کړي.
د اماني په خبره تېره شپه د ناسمې هوا له کبله طالبانو ونهشو کولی بریدونه وکړي.
د شاهین قول اردو د لومړۍ لوا د رسنیو مسوول بیا ویلي چې د مرستندویه ځواکونو استول او د بېړنیو عملیاتو پیل د دغې لوا په صلاحیت کې نهدی او باید دفاع وزارت یې په اړه پریکړه وکړي.
وسلهوالو طالبانو تردې یوه ورځ وړاندې هم د سرپل پر صیاد ولسوالۍ او قشقري سیمه چې د تیلو یوه بډایه سیمه ده، ډلهییز بریدونه وکړل، شاوخوا شل سرتېري یې ووژل او تر شلو ډېر یې ټپیان کړل.