په قبايلي ضلعو کې دصوبايي انتخاباتو تيارۍ مکمل دي: الېکشن کمېشن
د پاکستان الېکشن کمېشن د جنورۍ په دوايمه په يوه علاميه کې د قبايلي ضلعو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د څوکيو په اړه وويل چې د باجوړ به درې، مومندو به دوه،خېبر به درې،کرمې به دوه،اورکرزو به يوه،شمالي وزيرستان به دوه،جنوبي وزيرستان به دوه او نيمو قبايلي سيمو به يوه څوکۍ وي.