بې پولي خبریالانو په فراه کې د افغان خبریال وژل غندلي
![بې پولي خبریالانو په فراه کې د افغان خبریال وژل غندلي](https://gdb.rferl.org/857DAE7E-AFE1-4E3F-889E-B6AC532F8BF9_w800_h450.png)
بې پولي خبریالانو په فراه کې د طالبانو له لوري د افغان خبریال جاوېد نوري وژل غندلي دي.
جاوېد نوري چې د فراه د نشاط راډیو خبریال و، د شنبې په ورځ یې له ۳۰ تنو مسافرو سره سفر کاوه چې طالبانو د دوی بس ودراوه او دی یې وویشت.
د جاوېد نوري جسد د سې شنبې په ورځ پیدا شو او د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.
دا په نوي میلادي کال کې په افغانستان کې د یوه خبریال د وژلو لومړۍ پېښه ده.
طالبانو تېر میلادي کال په افغانستان کې ۱۵ خبریالان وژلي وو.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.