په غزني کې پر ۱۷۴ بېځایه شویو کورنیو نغدي مرستې ووېشل شوې
د غزني ولایت، ګيلان ولسوالۍ له رسنې سیمې څخه د جګړې له امله د ولایت نورو سیمو او یا هم د څنګلوري ولایت زابل شاجوې ولسوالۍ ته پر ګډه شویو ۱۷۴ کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.
له جګړې څخه تښتېدلي دغه بېځایه شوي کسان وايي، په دغه ۱۵ زره افغانیو یې هېڅ دم نه دوا کېږي، دولت دې له ټولو کډوالو سره مرسته وکړي او پهدغه ځای کې دي جګړې ته د پای تکی کېږدي.
نعمت، عبدالکریم، ښایسته خان او نیک محمد ازادي راډیو ته وویل:
"که دولت وغواړي د دوی له سیمې جګړه ختمولی شي او دوی خپلو کورونو ته ستنولی شي."
په غزني کې د کډوالو چارو رئیس عبدالخالق احمد وايي، غزني ته د دولت له لوري له ځانګړې شوې بودجې څخه یې پر ۱۷۴ کورنیو نغدي مرستې وویشلې.
دی زیاتوي:
"دغه کورنۍ د جګړې له امله د غزني د ګیلان ولسوالۍ له رسنې سیمې څخه بې رابې ځایه شوي، د کډوالو چارو ریاست له لوري دوی ته چکونه ورکول کېږي او دوی له بانکه پیسې افغانۍ ترلاسه کولای شي."
دا پهداسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې وسلهوالو طالبانو د غزني ولایت د ګیلان پر څنګلورو ولسوالیو جاغوري او مالستان وسلهوال برید وکړ او زیاتې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.
خو د وسلهوالو له پر شاه کېدو وروسته اوس د سیمې خلک وايي، د جاغوري ولسوالۍ له انګوري بازار څخه دولت پلوه محلي ملیشې هوانونه توغوي چې د رسنې سیمې د ولسي خلکو په کورونو لګېږي او زیاته مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.
دوی وايي، له دې امله یې خپلې سیمې پرې ایښې دي، خو د دې ترڅنګ ډېری وخت دغه سیمه د وسلهوالو او دولتي امنیتي ځواکونو د جګړې پر ډګر هم بدلېږي.