د یونان پارلمان به نن له مقدونیا سره د توافق په اړه رأيې ورکړي
![د یونان پارلمان به نن له مقدونیا سره د توافق په اړه رأيې ورکړي](https://gdb.rferl.org/D95DBA80-0DF3-4A49-86DF-A53698EF4130_w800_h450.jpg)
تمه کېږي چې د یونان پارلمان به نن جمعه د هغه تاریخي توافق په اړه رأيې ورکړي چې له ګاونډي هېواد مقدونیا سره د یونان اړیکې نورمالوي.
په داسې حال کې چې پرون د یونان پارلمان پر دې توافق بحث کاوه، له پارلمانه بهر اعتراض کوونکي راټول شوي وو چې ځینو یې د "خایانانو" شعارونه ورکول.
پولیسو د دې اعتراض کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهونګی ګاز وکاروه، په مقابل کې یې اعتراض کوونکو پر پولیسو د ماتو ګوډو ګوزارونه کړي.
د یونان پولیسو وروسته وویل چي دوی تر ۱۳۳ زیات کسان د تاوتریخوالي د ترسره کولو یا پلانولو په شک نیولي دي.
اعتراض کوونکو د نن ورځې لپاره هم د یونان د پارلمان مخې ته د اعتراضونو غوښتنه کړې.
د یونان او مقدونیا ترمنځ د شوي تړون له مخې به مقدونیا د خپل هېواد نوم د شمالي مقدونیا په جمهوریت بدلوي، په مقابل کې به یې یونان په اروپايي ټولنه او ناټو کې د مقدونیا د شمولیت په وړاندې له مخالفته لاس اخلي.
دا توافق د مقدونیا پارلمان تأیید کړی، خو باید د یونان د پارلمان له خوا هم تأیید شي.
له دې سره به د یونان او مقدونیا ترمنځ د مقدونیا د نوم پر سره د لسیزو کړکېچ پای ته ورسېږي.