ټرمپ وایي، د فدرالي ادارو د پرانیستلو لنډمهاله جوړجاړی نه کوي
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به تر هغې چې د امریکا په جنوب کې له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړولو لپاره د پام وړ اندازه پیسې ورنه کړل شي، د فدرالي ادارو د پرانیستلو په هدف به لنډمهاله جوړجاړی ونه کړي. د سپېنې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز له خوا په دې اړه د پنجشنبې په ورځ دا بیان په داسې حال کې خپور شو چې د امریکا په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر میچ مکانیل او د ډموکراټانو مشر چوک شومر خپلو کې یو جوړجاړي ته د رسېدو لپاره سره وکتل. پرون پنجشنبه د امریکا سنا د تړل شویو فدرالي ادارو د بېرته... Читать дальше...