ټرمپ د ځينو ادارو د بندېدلو د مخنیوي په اړه یوه مسوده لاسلیک کړه
![ټرمپ د ځينو ادارو د بندېدلو د مخنیوي په اړه یوه مسوده لاسلیک کړه](https://gdb.rferl.org/43D0B669-6BCB-4AF7-B6E2-58CA3C83B1A0_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د متحدو ایالاتو ولسمشر پرون د مصارفو هغه مسوده لاسلیک کړه چې د امریکا د فدرالي حکومت د یو شمېر ادارو د بندېدلو مخنیوی کوي.
دا لایحه تېره اوونۍ د امریکا د کانګرس په دواړو خونو کې تأیید شوې وه.
د امریکا د ولسمشر د رسنیو مسئولې سارا ساندرز پرون د فبرورۍ په پنځلسمه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې لایحه پرون په سپینه ماڼۍ کې ولسمشر لاسلیک کړه.
د دې لایحې پر اساس د امریکا د فدرالي حکومت زیاتو ادارو ته چې مخکې یې د بندېدلو خطر و، د سپټمبر تر میاشتې ۳۳۳ ميلیارده ډالر ورکول کېږي چې کار ته دوام ورکړي.
په امریکا کې د ولسمشر او کانګرس ترمنځ د مالي لانجې له امله د نوي مالي کال د بودجې تصویب له خنډ سره مخامخ شو او د امریکا د فدرالي حکومت ډېرې برخې تقریباً ۳۵ ورځې تړلې پاتې شوې.
ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ په پای کې پرېکړه وکړه چې د ټولو ادارو د فعالولو لپاره یوه لنډمهالې مالي لایحه لاس لیک کړي او د فبرورۍ تر پنځلسمې نېټې یې د هغوی فعالیت تمویل کړي.
د نوې لایحې پر اساس د دې خطر له منځه ولاړ چې د امریکا د فدرالي حکومت زیاتې ادارې بیا وتړل شي.