د ازادو مبارزو اتل قیس احمد جسور د لوبې لپاره فیلیپین ته ولاړ
د ازادو مبارزو اتل قیس احمد جسور د یوې نړیوالې لوبې لپاره فیلیپین ته ولاړ.
د بدني روزنې ریاست وايي، ښاغلی جسور به د اپرېل په ۱۲مه نېټه له خپل چینايي سیال سره لوبه وکړي.
لوبه د افغانستان په وخت په درېیو بجو او پنځه دقیقو ترسره کېږي.
افغان اتل قیس احمد جسور چې د «ONE Championship» سازمان کې غړیتوب لري دا مهال شپږ ریکارډونه لري.