نتانیاهو د څلورم ځل لپاره د اسرائیل صدراعظم ونومول شو
![نتانیاهو د څلورم ځل لپاره د اسرائیل صدراعظم ونومول شو](https://gdb.rferl.org/2F58CD90-4DF2-438D-B150-E7186294A8CE_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
د اسرائیل ولسمشر د څلورم ځل لپاره بنیامین نتانیاهو د دې هېواد د صدراعظم په توګه ونوماوه.
د نتانیاهو لیکود ګوند او د هغه ښۍ اړخي متحد تېره اوونۍ د دغه هېواد په پارلماني انتخاباتو کې اکثریت څوکۍ وګټلې.
د اسرائیل ولسمشر رووین ریولین ښاغلي نتانیاهو ته دنده ورکړه چې په ۴۲ راتلونکو ورځو کې حاکم ائتلاف جوړ کړي.
که نتانیاهو ونهشي کولی، پهدې موده کې ائتلافي حکومت جوړ کړي، د نوموړي انتخاباتي سیال د سپین-ابي ائتلاف مشر بني ګانټس به حکومت جوړ کړي.