فارياب چارواکي: پر څو ولسواليو د مخالفانو حملې په شا تمبول شوي
د فارياب امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت پر څو ولسواليو د دولت د وسلهوالو مخالفانو حملې په شا تمبول شوې دي.
د فارياب امنيه قوماندان، جنرال غيبالله سادات نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وويل، وسلهوالو تېره شپه پر قيصار، دولتاباد او خواجه سبزپوش ولسواليو ډلهييزې حملې کړې وې چې په شا تمبول شوې دي.
قوماندان وايي، د دواړو لورو ترمنځ په جګړه کې ١١ وسلهوال طالبان وژل شوي او ٧ تنه ټپيان شوي دي.
د يوه پوليس د وژل کېدو او ٣ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.